د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلی: «تېره ورځ د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په استقامت د ډیورند کرښې پورې غاړې څخه د پاکستانی ملېشو په ملاتړ او تشویق د داعشی فتنه‌ګرو او د شر او فساد د عناصرو څو ګروپونه د افغانستان خوا ته د شرارتونو او ناامنۍ جوړولو په موخه را واړول شول.»

وزارت لیکلی چې افغان ځواکونو «د دښمن د دغې شومې دسیسې» پر وړاندې په ډېره چټکۍ عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې د دښمن تحرکات سخت وځپل شول، 28 تنه یې ووژل شول، 32 تنه ژوندی ونیول شول او پاتې نور بېرته د ډیورند کرښې پورې غاړې د پاکستانی ملېشو مرکزونو ته وتښتېدل.

سرچینې زیاته کړې ده: «له دوی سره پاکستانی ملېشې، پاکستانی اربکیان او داعشی فتنه‌ګر هم په هماهنګۍ سره موجود وو، خو هغوی د جګړې په پیل کې ترې وتښتېدل او د شر او فساد عناصر یې په میدان پرېښودل.»

د دفاع وزارت په وینا، په دې پېښه کې ښکېل ډېری کسان د تېر حکومت نظامیان وو چې د پاکستانی استخباراتو له خوا د دې ژمنې پر بنسټ پاکستان ته بلل شوی وو چې په نورو هېوادونو کې به ورته د پناه او لوړو معاشونو زمینه برابره شی؛ خو وزارت زیاتوی چې پاکستان ته له تګ وروسته د پاکستانی پوځ او آی‌اېس‌آی کمپونو ته انتقال شوی، لنډمهاله پوځی روزنه یې ترلاسه کړې او وروسته د افغانستان د ناامنۍ لپاره نورستان ته رااستول شوی وو.

د دفاع وزارت ویلی، پاکستانی پوځیان د خپل هېواد د کورنیو ستونزو د حل، امنیتی مسوولیتونو ته د پاملرنې او له خپلو خلکو سره د ناوړه چلند د مخنیوی پر ځای، د افغانستان د ناامنۍ لپاره له پاکستانه افغانستان ته د بېلابېلو وسله‌والو ډلو رالیږلو ته کار ویلی دی.

خو دغه وزارت لیکی: «د افغانستان اسلامی امارت زړور امنیتی او دفاعی ځواکونه به د لوی الله جل جلاله په نصرت او د خپل ملت په ملاتړ د پاکستانی نظامیانو او ټولو شریرو عناصرو دغه خوبونه پر اوبو لاهو کړی او د هر راز دسیسو پر وړاندې به یې په کلک هوډ سره ودرېږی.»

د دفاع وزارت د سیمې له هېوادونو غوښتی چې د پاکستان د پوځ فعالیتونو ته جدی پام وکړی او ویلی یې دی چې دغه پوځ یو ځل بیا د سیمې د ناامنۍ لپاره هڅې کوی، په پاکستان کې د وسله‌والو د روزنې او له هغه هېواده نورو هېوادونو ته د جګړې او ناامنۍ د لېږد په پروژو بوخت دی.

د دفاع وزارت له هغو ځوانانو او پخوانیو نظامیانو چې د دغه وزارت په وینا د پاکستانی استخباراتو او «شر او فساد» ډلو له خوا تېرایستل شوی او ورسره یوځای شوی، غوښتی چې نور «د دښمنانو د دسیسو ښکار نه شی»، د ډیورند کرښې ته نږدې له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره اړیکه ونیسی او تر دې مخکې چې له ورته برخلیک سره مخ شی، تسلیم شی.