بېرته
کندهار کې 120 بورۍ امونیم نایتریت ونیول شول
د خپرېدو نېټه: 1389/05/19 0:0د خبر شمېره: 1293سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې تېره ورځ 120 بورۍ امونیم نایتریت، چې په دوو ټېکټرو کې ځاى پرځاى شوی و دپولیسو له خواکشف او ونیول شول.
دغه خبر د کندهار د والی له دفتره په یوه رالیږل شوې خبر پاڼه کې راغلى.
خبر پاڼه زیاتوی، چې پولیسو د دغو کمیاوی موادو سره یوځاى څلور کسان هم نیولی دی .
خبر پاڼه د امنیتی چارواکو له قوله لیکی، چې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې او گرویږنې روانې دی .
د یادولو وړ ده، چې امونیم نایتریت یو ډول کیمیاوی مواد دی، چې د دولت ضد مخالفین یې د ماینونو په جوړولوکې کاروی .