د ایسنا خبری اژانس د راپور له مخې، بقایی ادعا کړې چې ځینو سیمهییزو هېوادونو د امریکا او اسراییلو ځواکونو ته پر ایران د بریدونو لپاره خپله خاوره، هوایی حریم او اوبه په واک کې ورکړې دی.
د هغه په وینا، پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د دغه هېوادونو رول مستند شوی او شواهد یې له ډیپلوماټیکو لارو ورسره شریک شوی دی.
هغه زیاته کړې چې د نړۍوالو قوانینو له مخې، هغه هېوادونه چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول یې د امریکا او اسراییلو په پوځی بریدونو کې ونډه لرلې، د دغو بریدونو د پایلو مسوول دی او ایران به له هغوی د اوښتو زیانونو د جبران غوښتنه وکړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلی چې له دغو هېوادونو څخه د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو او جنګی الوتکو د عملیاتو پیل، د لوژستیکی او پوځی ملاتړ برابرول او په دغو هېوادونو کې د امریکا پوځی اډو په نښه کېدل د ایران پر ضد د بریدونو په ملاتړ کې د هغوی د ونډې له شواهدو څخه دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلی چې د امریکا او اسراییلو جنګی الوتکې، توغندی او بېپیلوټه الوتکې د سیمې په ځینو هېوادونو کې له مېشتو پوځی اډو څخه د ایران پر ضد په بریدونو کې کارول شوې دی.
د هغه په وینا، دغو هېوادونو د بریدونو لپاره د خپلو پوځی اډو د کارولو ترڅنګ، امریکایی او اسراییلی ځواکونو ته لوژستیکی او نور پوځی ملاتړ هم برابر کړی او په همدې هېوادونو کې د امریکا ځینې پوځی اډې هم په نښه شوې دی چې دا خپله په بریدونو کې د هغوی د ونډې شاهدی ورکوی.
د یادونې وړ ده چې د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشی جاسم البدیوی، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې غوښتی وو چې ایران باید د شورا پر غړو هېوادونو د بریدونو حساب ورکولو او د دغو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو د بشپړ تاوان ورکولو ته اړ کړل شی.
