د ایران تسنیم خبری اژانس د دغه هېواد د پوځ د عامه اړیکو دفتر له قوله راپور ورکړی چې نن (چهارشنبه) سهار د ایران د پوځ بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو په کویټ کې د علی‌السالم په پوځی اډه کې د امریکایی ځواکونو «پټریوټ» هوایی دفاعی سیسټمونه او د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو توغولو مرکزونه په نښه کړی دی.

د ایران پوځ په خپله خبرپاڼه کې ویلی چې د علی‌السالم هوایی اډه په سیمه کې د امریکا له مهمو پوځی اډو څخه ده او لوېدیځې اسیا ته د پوځی تجهیزاتو او ځواکونو د هوایی لېږد اصلی مرکز ګڼل کېږی.

د سرچینې په وینا، دغه اډه په سیمه کې د امریکایی ځواکونو په پوځی او لوژستیکی فعالیتونو کې مهم رول لری.

د ایران پوځ ټینګار کړی چې د دغه هېواد پر وړاندې به هر ډول ګواښ او برید ته پرېکنده ځواب ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د کویټ چارواکو هم د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوی خبر ورکړی دی.

تر اوسه د دغه برید د احتمالی مرګ‌ژوبلې او اوښتو زیانونو په اړه جزئیات نه دی خپاره شوی.

د یادونې ده، امریکایی جنګی الوتکو پرون د هرمز تنګی په قشم ټاپو کې د ایران د سپاه پاسداران اړوند د توغندیو توغولو یو مرکز په نښه کړی و، خو ایرانی چارواکو ویلی چې دغه برید د قشم ټاپو زیربناوو ته زیان نه دی رسولی.

دغه متقابل بریدونه په داسې حال کې کېږی چې قطر او عمان د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ کمولو او د جګړې پای ته رسولو لپاره خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکوی.