بېرته
د دفاع وزارت 22 تنه لوړ رتبه افسران تبدیل شول
د خپرېدو نېټه: 1389/06/16 0:0د خبر شمېره: 1795سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په هېواد کې د ډاډمن امنیت د ټینګښت په هدف د کورنیو چارو په وزارت کې تر پراخو تغییراتو وروسته په دفاع وزارت کې هم څه باندې شل تنه لوړ رتبه چارواکی تبدیل شوی دی.
د دفاع وزارت وایی، چې دا بدلونونه د دې وزارت په چوکاټ کې د اصلاحاتو او د کارونو د ښه او منظم پرمخ وړلو په هدف د جمهور رئیس کرزی په منظورۍ راغلی دی.
د دې وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمی وایی، چې د دفاع وزارت په چوکاټ کې دوه ویشت تنه لوړ رتبه چارواکی تبدیل شوی، چې د سېلاب، اتل او ظفر قول اردوګانو قومندانان هم په کې شامل دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په کورنیو چارو وزارت کې هم د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې د مرستیال په ګډون نږدې شل تنه لوړ رتبه چارواکی تبدیله شول.
افغان حکومت وایی، چې دا بدلونونه د امنیتی چارو د ښه سمون او پرمخ بېولو په هدف راغلی دی.