زمو نږ خبر یال راپور راکوی د بلخ پو هنتون محصلینو په مزار شریف کې په یوې مظا هرې کې د دغه ستر افغان شخصیت د ترور د عا ملانو په نیولو او سزا کولو او د افغاسنتان د جهادی او سیاسی شخصیتونو د زنجیره ای ترورونو د ختمولو په ضرورت ټینګا ر وکړ . نن همداراز د کابل په سلګو نو خلکو هم د مظا هرو په تر سره کو لو سره د افغاسنتان د سولې د لوړې شورا د مشر بر هان الدین ربانی ترور په کلکه وغنده . همداراز د هرات محصلینو هم د استاد ربانی وژنه په کلکه وغندله د جهادی مشر او د سولی دعالی شورا د ریس استاد برهان الدین ربانی په شهادت پسی په هرات کې سلګونو تنو محصلینو د یو سوله یز لاریون په ترڅ کې د استاد برهان الدین او ورسره ملګرو باندی ځانمرګی برید وغنده او له دولتی چارواکو څخه یې وغوښتل چې ددغه غمناکی پیښی عاملین د قانون منګولو ته وسپاری.. دغو محصلینو نن سهار دهرات ولایت د دولتی پوهنتون مخی ته د یوی څو مادییز پریکړه لیک په خپرولو سره دغه ترهګرعمل وغنده او دایې دافغانستان د دښمنانو کار وباله. د دغه لاریون پرمهال یو شمیر محصلینو پر دولتی چارواکو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چی د څو ورستیو میاشتو راهیسی دهیواد په ګوټ ګوټ کی ملی او سیاسی شخصیتونه د نامعلومو کړیو او طالبانو له خوا وژل کیږی خو تردی دمه دولتی چارواکو یې دعامیلینو د نیولو او مخنیوی په برخه کی پاته راغلی دی. کندهاریانوهم داستاد ربانی وژنه وغندله