
د ایران پارلمان د بهرنیو اتباعو د ناقانونه استوګنې لپاره تر 10 زره یورو پورې نغدی جریمه او له هېواده د شړلو سزا تصویب کړه
د ایران د اسلامی شورا مجلس استازو د استخباراتی ادارو او بهرنیو دولتونو یا بنسټونو د نفوذ پر وړاندې د مبارزې د طرحې د څېړلو پر مهال، په ایران کې د بهرنیو اتباعو د ناقانونه استوګنې لپاره د مجازاتو په توګه له هېواده شړل او د شخص د مالی توان په پام کې نیولو سره تر 10 زره یورو پورې نغدی جریمه په پام کې نیولې ده.








