
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: ټول ګډ حکومت جوړ کړئ او خپلو غیراسلامی چلندونو ته د پای ټکی کېږدئ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار، سه شنبه د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې د اسلامی همکاریو سازمان د اړیکو ډلې ته په خطاب کې له طالبانو وغوښتل چې ټول ګډ حکومت جوړ کړی او د ښځو او نجونو د حقوقو نقض، چې د اسلامی اصولو او د مسلمانانو د ټولنو له نورمونو سره مخالف دی، ودروی.








